د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د قوت قرې په کلي کې د آمو سیند د تخریباتو د کمولو او سیند ته د مناسب جهت ورکولو په موخه یو فرعي چینل جوړ شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د یاد چینل په جوړېدو سره به د سیند د اوبو فشار اصلي مسیر ته واوړي او د کلي په اړونده ساحه کې به د سیند د غاړو تخریبات تر ډېره حده راکم شي.
د دې چینل د جوړولو چارې د سیمې د خلکو او د آمو سیند د تحکیماتو ریاست په همکارۍ د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲مه نېټه پیل شوې وې، چې د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې په بریالیتوب سره بشپړې شوې.

کندز #امامصاحب #آموسیند #چینل #پرمختیا #اوبه #بیارغونه

Share.