د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس، شیخ شهاب الدین دلاور، ویلي چې ډېر ژر به په کابل کې د سوري زړه ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره ځانګړی روغتون پرانیستل شي. تازه له هند سره هم هوکړه شوې چې د دې هېواد ۱۵ ماشومان د درملنې لپاره ولېږدول شي.
ټولنه وايي، چې د تېر کال له پیل راهیسې یې تر دې مهاله د سوري زړه ناروغۍ د ۲۰۰۲ ماشومانو درملنه کړې ده، او دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۶ زره ماشومان د یادې ناروغۍ سره ثبت شوي دي.
