د افغانستان بانک ویاند، حسیبالله نوري وايي چې د روان کال د دلوې میاشت کې د افغانۍ ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ډالر پر وړاندې ۱۳.۱ سلنه لوړ شوی دی. نوموړی زیاتوي چې د غوره مالي پالیسیو د پلي کولو له لارې توانېدلي چې د افغانۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو په مقابل کې وساتي او د اسعارو د بازار په شدیدو بدلونونو کې یې د لوېدو مخنیوی وکړي. د افغانستان بانک ډاډ ورکړی چې ټول امکانات په لاس کې لري او که اړتیا وي، د افغانیو د ثبات د ساتنې لپاره به یې وکاروي.
