د رییسالوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې په ۱۶مه غونډه کې د افغانستان د لاس یو کیلي موټرو د ګمرکي تخفیف او د ځینو وارداتي توکو په اړه بحث شوی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن پنجشنبه، د حوت ۲۱مه / د مارچ ۱۲مه پر اېکسپاڼه لیکلي چې په دې غونډه کې پرېکړه شوې، د افغانستان د لاس یو کیلي موټرو لپاره د ګمرکي محصول تخفیف د ۱۴۰۵ هـ ش کال تر پایه په هماغه اندازه وغځول شي.
همداراز د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ته دنده سپارل شوې چې د ځینو اقلامو د وارداتو په برخه کې له اړوندو ادارو او سوداګرو سره ناسته وکړي، څو د وارداتو په بهیر کې شفافیت، کمیت او کیفیت په پام کې ونیول شي.
#کابینه #افغانستان #موټر #اقتصاد
