د کندز ښاروال قاري ګل نبي انس د ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړک جوړونې او رغنیزو پروژو د کار له بهیر څخه څارنه وکړه.

نوموړي د ابراهیم خیلو سړک، د قهوه خانې ښارګوټي د کوڅو د کانکریټ کولو او د ازادۍ سړک د ویالو او پلي لارو د رغولو پروژې وکتلې او د کار پر چټکتیا او کیفیت یې ټینګار وکړ.

ښاروال مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د یادو پروژو چارې دې د ژمي له رارسېدو مخکې بشپړې کړي او په دې برخه کې دې له هېڅ ډول هڅې ډډه نه کوي. د کندز ښاروالۍ مشرتابه وايي، د پروژو پر وخت بشپړېدل او کیفیت د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

#کندز #ښاروالۍ #پروژې #سړکونه #افغانستان

Share.