د هرات له مرکزي بند خونې ۲۰۷ بندیان خوشې او د ۲۲۹ نورو د بند موده کمه شوې ده. د یاد ولایت د مرکزي بندخونې رییس شراف الدین مخلص ویلي، چې دغه اقدام د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د مشرتابه د پېرزوینې پر بنسټ ترسره شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې په زندان کې مجهز کتابتون، کلینک او د بنديانو لپاره د حرفوي، عصري او ديني زده کړو مناسب چاپېریال برابر شوی دی. په همدې حال کې، له بنده ازاد شویو کسانو ډاډ ورکړی، چې له خوشې کېدو وروسته به د هېواد د خدمت او د قانون مراعاتولو ته ژمن پاتې شي.

#هرات  #مرکزي_بند  #بندیان  #کوچني_اختر  #خوشې_کیدل

Share.