د خوست د ټولګټو چارو ریاست ویلي، چې د پکتیا ـ خوست لویې لارې د مټه چینې له کانکریټي پله د سیدخېلو سیمې تر پله پورې د شاوخوا ۴۴ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې چې کار به یې څلور میاشتې دوام وکړي. د ټولګټو چارو ریاست وايي، چې دا پروژه د شاوخوا ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت پلې کېږي او موخه یې د سړک کیفیت لوړول، د ترافیک خوندیتوب زیاتول او د سیمې د اقتصادي فعالیتونو ملاتړ دی. چارواکي وایي، د سړک د رغونې بشپړیدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې راکمې شي.

#خوست #پکتیا_خوست_لویه_لار #بیارغونه #ټولګټې_چارو_ریاست #افغانستان #پراختیا

Share.