د کندز ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت په دې ورځو کې خپل فعالیتونه د ونو پر وخت خړوبولو، د لښتیو پاکولو او د کثافاتو د لویو آمبارونو راټولولو او لېږدولو باندې تمرکز کړي دي، ترڅو د ناروغیو مخنیوی وشي او ښار ته ښکلا وبخښل شي.
د کندز ښاروال قاري ګل نبي انس په خپله د تنظیف او سرسبزۍ برخې له ورځنیو فعالیتونو څخه لیدنه او څارنه کوي. نوموړي د کارونو د لا ښه والي په موخه اړوندو برخو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د اختر په ورځو کې د تنظیفي چارو په دوام یې ټینګار وکړ.
د کندز ښاروالۍ له ټولو قدرمنو ښاریانو څخه هیله کوي چې د ښار په پاک ساتلو کې له تنظیفي کارکوونکو سره همکاري وکړي او د ښاري اصولو او مقرراتو په مراعاتولو سره خپل ټولنیز مسوولیت ادا کړي.
#کندز #ښاروالۍ #پاکوالي #زرغونتیا #تنظیف #ښارسمسورتیا #ښاري_مسوولیت
