د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر بندیان له زندانونو څخه خوشې شوي او د ځینو نورو د بند موده هم راکمه شوې ده.

د راپورونو له مخې، په کندوز ولایت کې د کوچني اختر د خوښیو په لړ کې ۶۷ تنه بندیان له زندانه خوشې شوي او د ۵۶ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده. مسؤلین وایي، دا پرېکړه د اختر د رارسېدو او د انساني اصولو په رڼا کې شوې ده.

همداراز په بامیانو ولایت کې هم ۴۴ تنه بندیان له زندانه ازاد شوي او د ۸ نورو بندیانو د بند په موده کې کموالی راغلی دی. چارواکي وایي، دا ډول اقدامات د ټولنیز پخلاینې او د زندانیانو د بېرته عادي ژوند ته د ستنېدو په موخه ترسره کېږي.

په همدې حال کې، له بنده خوشې شویو کسانو د دې اقدام هرکلی کړی او د مسؤلو چارواکو مننه یې کړې ده. دوی ډاډ ورکړی چې له خوشې کېدو وروسته به د هېواد خدمت ته ژمن پاتې شي او د قوانینو درناوی به کوي، څو په راتلونکې کې د ټولنې ګټور غړي واوسي.

#کوچنی_اختر #کندوز #بامیان #بندیان #افغانستان

Share.