د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د پاکستان پوځ نن ماخوستن شاوخوا نهه بجې د اميد په نوم د معتادينو د درملنې ۲زره بستريز روغتون بمبار کړ.

هغه وویل، د شهيدانو شمېر تر دامهاله ۴۰۰ ته رسېدلی او تر ۲۵۰ پورې نور ټپيان شوي.

د هغه په وینا، د روغتون زياتې برخې له منځه تللي او تر اټکل د زياتو تلفاتو ويره شته.

د پېښې ځای کې ژغورونکي ټيمونه لګيا دي چې لګيدلی اور مهار او پاتي شهيدان راوباسي.

#کابل #دروږدو_روغتون #پاکستان_برید #افغانستان #ملکي_تلفات

Share.