د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې روانه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۳۰۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي.
دغه وزارت نن چهارشنبه د کندهار د راستنېدونکو چارو ریاست د سپینبولدک امریت په خبره ویلي، دغه کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو د پاکستان زندانونو کې بندیان وو.
یاد وزارت زیاته کړې چې یاد افغانان تر ازادېدو او دغه امریت کې تر ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته، خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
#افغانستان #کډوال #پاکستان #ازادي #راستنېدل #کندهار #سپین_بولدک #بشري_مرستې
