د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په بهر کې د افغانستان له سفارتونو او کونسلګریو سره انلاین غونډه کړې ده. بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې، متقي د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او وروستیو پېښو په اړه معلومات شریک کړي، د روږدو د درملنې پر روغتون ترسره شوی برید چې پکې سلګونو هیوادوال شهیدان او ټپیان شول په کلکو ټکو غندلی او هغه یې د بشري اصولو ښکاره نقض بللی. متقي د ټولو استازولیو مسوولین هڅولي چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په تړاو د افغانستان موقف تر نړۍوالو ورسوي. امیرخان متقي د افغانستان د روښانه موقف، پالیسۍ او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې لارښوونې کړې دي.

#امیرخان_متقي #بهرنیو_چارو_وزارت #افغانستان #سفارتونه #پاکستان #برید

Share.