د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي، چې تېر کال د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۹.۹۳ سلنه لوړ شوی دی. د نوموړي په وینا، د افغانۍ د ارزښت لوړېدو لامل د افغانستان بانک له لوري د معقولو، متوازنو او اغېزناکو پولي سیاستونو پلي کېدل دي. هغه زیاته کړې، چې په تېر کال کې له بازار څخه زاړه او له چلښته لوېدلي بانکنوټونه راټول او پر ځای یې نوي بانکنوټونه وړاندې شوي دي. همدارنګه، په هېواد کې د برېښنایي او اسلامي بانکوالۍ په برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

#افغانستان #افغانۍ #اقتصاد #بانک #ډالر

Share.