د هلمند یو شمېر شمالي او مرکزي ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ګڼ کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات زیانمن شوي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد سلاموطندار ته ویلي، د لومړنیو مالوماتو له مخې، نهرسراج، ګرشک، باباجي، ناوه، نادعلي، مارجې، کجکي، موسیکلا، نوزاد، سنګین او واشېر ولسوالیو کې سېلابونو یو چکډېم، د خلکو ګڼ شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي.
هغه زیاته کړې، که څه هم کره شمېرې لا نه دي مشخصې شوي، خو د سېلابونو له امله پر لویو لارو هم اوبه راغلې چې د تګ راتګ بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی.
#هلمند #سېلابونه #طبیعي_آفت #بارانونه #کرنه #زیانونه #افغانستان #بیړنۍ_مرستې
