د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په تېر لمریز کال کې يې ۱۰۲ زره او ۵۳۸ بهر مېشتو هېوادوالو ته په غیرې حضوري ډول د کاغذي تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي. یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې موده کې په غیرې حضوري ډول په وړاندې شویو خدمتونو کې د ۱۹ زره او ۳۲۰ نویو او ۶ زره او ۱۵۶ مثنی کاغذي تذکرو وېش، د ۵۱ زره او ۳۷۱ کاغذي تذکرو تایید او ۲۵ زره او ۶۹۱ نورو کسانو ته د کاغذي تذکرو د اصلاحي خدمتونو وړاندې کول شامل دي.

#افغانستان #تذکره #احصایه_او_معلومات

Share.