د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ويلي، چې د تېر کال په جریان کې یې له لسګونه زره کونډو، یتیمانو او معلولینو سره د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي. د یاد وزارت په وینا، دغه مرستې د لسګونه موسسو او خیریه بنسټونو لهخوا برابرې شوې وې. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند فیصل خاموش د ویلي، چې په ۱۴۰۴ مالي کال کې یې پر ۱۰۰ زره اړمنو کسانو د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې وېشلې دي. یادې مرستې د ۸۰ موسسو او خیریه بنسټونو لهخوا برابرې شوې وې چې پهکې خوراکي توکي، وېچلرونه، موټرسایکلونه او د کورونو جوړول شامل وو.
#افغانستان #مرستې #شهیدان_او_معلولین #بشري_مرستې
