د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د دشت ارچي ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو کارکوونکو د شنې قطعې له پرسونل سره په ګډه د قم شاغلي، داویها او هزاره چنار په سیمو کې د دولتي ځمکو غیرقانوني تصرف مخه ونیوله. یو شمېر فرصتطلبو کسانو هڅه کوله چې په یادو سیمو کې غیرقانوني ودانیز فعالیتونه وکړي، خو د مسؤلینو پر وخت مداخلې له امله دغه فعالیتونه درول شول او غیرقانوني اعمارونه ویجاړ شول. د ځمکو ساتنه د ادارې له اساسي لومړیتوبونو څخه ده، او له هر ډول غیرقانوني کړنو سره جدي قانوني چلند به وشي. سیمې اوسېدونکو ته هم غوښتنه شوې چې د عامه ځمکو د ساتنې په برخه کې له ادارو سره همکاري وکړي. دغه څارنه او مخنیوی په منظم ډول دوام لري.
#دشت_ارچي #عامه_ځمکې #غصب_مخنیوی #کندز
