نن ورځ، د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج مولوي اسدالله حامد د کندز ولایت د موسسو مسؤلینو سره په خپل کاری دفتر کې ناسته ترسره کړه. ناسته د څو مبارکو آیتونو په لوستلو پیل شوه او ښاغلي حامد ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل. نوموړي د موسسو د تېرو خدمتونو ستاینه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د تحکیماتي دېوالونو جوړول، د کرنیزو ځمکو ساتنه، د کوچنیو پلچکونو او استنادي دېوالونو جوړول، د کانالونو ساتنه، د چکډېمونو جوړول، د انرژۍ پراختیا، د سولري بريښنا پروژو او سربندونو په برخه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د پالیسۍ مطابق همکاري وکړي. د موسسو مسؤلینو د یادو پروژو ملاتړ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د پنج آمو سیندیزې حوزې لوی ریاست ته به اړینې همکارۍ وړاندې کړي.
#پنج_آمو_سیندیزه #اوبه_او_انرژي #کندز #پراختیا #همکاري
