د بدخشان ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، چې تېر کال په دغه ولایت کې ۱۲۲ ترافیکي پېښې رامنځته شوې، چې له کبله یې ۳۱۱ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. په دې پېښو کې د ښځو، ماشومانو او سړیو په ګډون ۱۳۶ تنه مړه شوي او ۱۷۵ نور ټپیان شوي دي. بدخشان د غرنیو سیمو له امله چې لارې او خام سړکونه لري، ډېر کله د خونړیو ترافیکي پېښو شاهد دی.

#بدخشان #ترافیکي_پېښې #مرګ_ژوبله #سړکونه #امنيت

Share.