د ننګرهار د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي، چې تورخم دروازه نن یو وار بیا د راستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شوې ده. د نوموړي په وینا، په تورخم عمري کمپ کې د ټولو کمېټو کارکوونکي بشپړ چمتووالی لري څو راستنېدونکو افغانانو ته لازمې او غوره چوپړتیاوې برابرې کړي.
قریشي زیاته کړه، چې په یاد کمپ کې د ثبت، روغتیا، ترانسپورټ، خوړو او نورو اړینو خدمتونو برخو کې ځانګړي ټیمونه فعال دي، تر څو راستنېدونکي کډوال په منظم ډول ثبت او ورته اسانتیاوې برابرې شي.
هغه همداراز وویل، چې د راستنېدونکو کورنیو د لنډمهاله استوګنې، مرستو وېش او اړینو خدمتونو د چټک وړاندې کولو لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د ټولو ادارو ترمنځ همغږي موجوده ده او هڅه کېږي څو راستنېدونکو هېوادوالو ته په عزتمندانه ډول خدمتونه وړاندې شي.
قریشي دا هم څرګنده کړه، چې د تورخم دروازه لا هم د مسافرو او ټرانزیټ پر مخ د پخوا په څېر تړلې پاتې ده او یوازې راستنېدونکو کډوالو ته د تګ اجازه ورکول کېږي.
#ننګرهار #تورخم #کډوال #راستنیدنه #افغانستان
