د طبیعي سرچینو د ساتنې او د ځنګلونو د تخریب د مخنیوي په موخه د دشت ارچي ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو مدیریت کارکوونکو د شنې قطعې سره په همغږۍ د پستې د ځنګلونو په ساحو کې د غیرقانوني زر‌شویۍ (د سرو زرو مینځلو) فعالیتونو مخه نیولې ده.

د معلوماتو له مخې، یو شمېر کسان په غیرقانوني ډول د پستې د ځنګلونو په ساحو کې په زر‌شویۍ بوخت وو، چې د کرنیزو خدمتونو مدیریت کارکوونکو له خوا له ساحې څخه وشړل شول. همدارنګه، د سرو زرو د استخراج کارګرانو، شپنو او مواشیو د حضور څخه چې د ځنګلونو د تخریب سبب کېدل، مخنیوی وشو.

د یادونې وړ ده چې دغه اقدامات د نافذه قوانینو د تطبیق او د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د ساتنې په موخه ترسره شوي، او په دې برخه کې د هر ډول غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي هڅې دوام لري.

د پستې ځنګلونه د هېواد له مهمو طبیعي شتمنیو څخه شمېرل کېږي، چې د چاپېریال ساتنې، د خاورې د فرسایش د مخنیوي او د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې حیاتي رول لري. له همدې امله، د دغو ارزښتناکو منابعو ساتنه او پالنه د دې ادارې له اساسي لومړیتوبونو څخه ده.

په همدې حال کې، له ځایي اوسېدونکو څخه غوښتنه کېږي چې د ځنګلونو په ساتنه او پالنه کې همکاري وکړي او له هر ډول غیرقانوني کړنو څخه چې د دې منابعو د تخریب سبب ګرځي، ډډه وکړي.

#کندز #دشت_ارچي #ځنګلونه #طبیعي_سرچینې #چاپېریال_ساتنه

Share.