د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې تېر ۱۴۰۴ کال کې ۲۸ زره او ۴۷۴ بهرنیو وګړو د بندرونو او هوایي ډګرونو له لارې افغانستان ته تګ-راتګ کړی. د دې ادارې په وینا؛ له دې ډلې د ۷۲۸ مېرمنو په ګډون ۱۶ زره او ۲۷۶  تنه افغانستان ته راغلي او د ۱۵۸ مېرمنو په ګډون یو زرو او ۱۲ زره او ۱۹۸ کسان بېرته تللي. د دې ادارې په وینا؛ له دې ډلې ۲۳۶۹ تنو یې د تاریخي سیمو د لېدلو او ګرځندويۍ لپاره او پاتې نورو یې د زده کړو او کار په موخه افغانستان ته سفر کړی دی. د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور له بندر، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم، آقینې او حیرتان بندرونو او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

#افغانستان #احصایه #بهرني_وګړي #ګرځندویي #اقتصاد #هوایي_ډګر #بندرونه

Share.