د سمنګان ولایت په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې د وروستیو سختو اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو درې تنه مړه کړي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي، چې دغه پېښه تېره ماښام هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د پرلهپسې بارانونو له کبله سېلابونه را ووتل. د هغه په وینا، په دې پېښه کې یوه ښځه او دوه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
رحماني زیاته کړې، چې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي. د معلوماتو له مخې، لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه د دغو طبیعي پېښو له امله ویجاړه شوې او بزګران یې له زیان سره مخ کړي دي.
ځايي چارواکي وایي، هڅې روانې دي څو د زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وشي او د راتلونکو ورته پېښو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیول شي.
#سمنګان #سېلابونه #طبیعي_پېښې #افغانستان #کرنه #بیړنۍ_مرستې
