د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې وزیر ملا محمدعیسی ثاني د وزارت ټولو ولایتي ریاستونو او کاري ټیمونو ته لارښوونه کړې چې په باراني ورځو او د سېلابونو پر مهال د هېوادوالو د خوندي تګ راتګ لپاره بشپړ چمتووالی ولري. نوموړي ویلي، چې په لویو لارو او سړکونو کې د سېلابونو یا غرښویېدنو پېښو پر مهال به اړوند تخنیکي ټیمونه ژر تر ژره اقدام کوي او لارې به د ترافیکو لپاره پرانیزي.

ټولګټو وزارت هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې د سختو ورښتونو او سېلابونو پر مهال به د هېواد لویې لارې او سړکونه پرانیستي او د ترافیکو لپاره خوندي وساتل شي.

#ټولګټو_وزارت #سېلابونه #سړکونه #خوندیتوب #تګ_راتګ

Share.