د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په هېواد کې د بارانونو د زیاتوالي او په ځینو ولایتونو کې د سېلابونو له امله سیمهییزو مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د خلکو د امنیت د تأمین لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي. نوموړي له ټولو والیانو، امنیې قوماندانانو، ولسوالانو او د ولسوالیو له امنیتي مسوولینو غوښتي، چې د خپلو سیمو وضعیت په دوامداره توګه وڅاري او د سېلابونو د خطر پر وړاندې د خلکو د خوندیتوب لپاره له ټولو موجوده امکاناتو ګټه واخلي.
#کورنیو_چارې #حقاني #سېلابونه #امنیت #خوندیتوب #افغانستان
