د ا.ا ویاند، ذبیحالله مجاهد ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو او طبیعي پېښو له امله ۶۱ تنه مړه شوي، ۱۱۶ ټپیان او څلور نور ورک دي. هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې نږدې دوه نیم زره کورونه ویجاړ شوي، کابو ۲۷ زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې او تر زرو زیات څاروي هم له منځه تللي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه زیانونه د سېلابونو، شدیدو ورښتونو او نورو طبیعي پېښو له امله رامنځته شوي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې خلکو ته درانه مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي. کارپوهان وایي، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېر زیان ویني، او که د مخنیوي لپاره جدي ګامونه وانهخیستل شي، دا ډول پېښې به لا زیاتې تکرار شي.
همداراز ټینګار شوی، چې د طبیعي پېښو د مدیریت، د اوبو مهارولو، د بنسټیزو زېربناوو پیاوړتیا او د بیړنیو مرستو چمتووالي ته جدي اړتیا ده، څو په راتلونکې کې د خلکو د ژوند او شتمنیو ساتنه وشي.
#افغانستان #طبیعي_پېښې #سېلابونه #اقلیمي_بدلون #مرګژوبله #کرنه
