د ماین پاکۍ د همغږۍ ادارې د تېر کال راپور ښيي، چې په افغانستان کې د وسلو پاتې شونې او ماینونه لا هم د خلکو لپاره ستر ګواښ بلل کېږي. د راپور له مخې، په ټول هېواد کې ۲۱۷ پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې ۹۲ کسان وژل شوي او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي، چې ناچاوده توکي لا هم د خلکو ورځنی ژوند له جدي خطر سره مخ کوي، په ځانګړي ډول ماشومان او کلیوالي اوسېدونکي تر ټولو ډېر زیان ویني. د معلوماتو پر بنسټ، ختیځ زون تر ټولو ډېر زیانمن دی، چې ۶۷ پېښې پکې ثبت شوې دي او د ټولو پېښو شاوخوا درېیمه برخه جوړوي.

همداراز لوېدیځ زون له ۴۸ پېښو سره په دویم ځای کې دی، سویلي سیمې ۳۴ پېښې لري، او مرکزي او سوېل ختیځې سیمې هم په منځنۍ کچه د دې خطر سره مخ دي. د ماین پاکۍ اداره ټینګار کوي، چې د ماینونو پاکولو، عامه پوهاوي او نړیوالو همکاریو ته لا هم جدي اړتیا ده، څو د خلکو ژوند خوندي شي.

#افغانستان #ماینونه #ناچاوده_توکي #امنیت #مرګژوبله #ماین_پاکي

Share.