د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې په بېلابېلو سیمو کې له ۳۰ زرو ډېر بېاسناده کډوال نیول شوي، چې شاوخوا ۹ زره یې افغانان دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ترکیه کې له یو میلیون او ۱۱۰ زره ډېر ناقانونه کډوال نیول شوي، چې تر ټولو لویه برخه یې افغانان جوړوي.
راپورونه ښيي، چې ایران او پاکستان هم هغه هېوادونه دي چې زیات شمېر افغان کډوال پکې مېشت دي، خو ډېری یې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. بلخوا، د کډوالۍ نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې د اسیا-پاسفیک په مسیرونو کې له ۲۷۰۰ ډېر کډوال مړه یا ورک شوي، چې له دې ډلې تر ۱۳۰۰ ډېر افغانان د افغانستان او ایران ترمنځ پر خطرناکو لارو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کارپوهان وایي، د بېوزلۍ، بېکارۍ او ناامنۍ له امله د افغانانو کډوالي لا هم دوام لري، خو د قاچاقي لارو خطرونه ورځ تر بلې زیاتېږي. دوی ټینګار کوي، چې د خوندي کډوالۍ، قانوني لارو برابرولو او د کورنیو اقتصادي شرایطو ښه کولو ته جدي اړتیا ده، څو د مرګونو دا لړۍ ودرېږي.
#افغانستان #کډوال #ترکیه #ایران #پاکستان #ناقانونه_کډوالي #مرګژوبله #IOM
