له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو، غرښوېدنې او د کورونو نړېدو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې همدې موده کې ۱۵۷ کورونه په بشپړ ډول او څه‌کم ۱۳۰۰ په نسبي ډول ویجاړ شوي دي. دغه اداره زیاتوي چې له زیانمنو سره یې بېړنۍ مرستې کړې او دا لړۍ لا هم دوام لري، او په بېلابېلو ولایتونو کې د ژغورنې ډلو ګڼ شمېر کسان ژغورلي دي.

#افغانستان #سېلاب #طبیعي_پېښې #مرګ_ژوبله #بیړنۍ_مرستې #ژغورنه

Share.