د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رسمي هدایت او د نباتاتو د ساتنې او قرنطین د مکتوب پر بنسټ، او د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس، الحاج مولوي نیازمحمد عابد په لارښوونه، د کندز ولایت د نباتاتو د ساتنې د عمومي مدیریت کارمندانو لخوا د ملخانو د مجادلې کمپاین په بشپړ ډول روان دی.
دغه کمپاین په امام صاحب، ارچي، اقتاش ولسوالیو کې د ملخزارو سیمو او د ولایت په مرکز دښتو سیمه کې د کیمیاوي او میخانیکي میتودونو په کارولو سره تطبیق کېږي.
همدارنګه، په عليآباد او چهاردري ولسوالیو کې د ملخانو سروی روانه ده او په اړتیا سره د مبارزې عملیات هلته هم پیل شي.
د یادونې وړ ده د ملخانو وضعیت تر کنترول لاندې دی او هڅه کېږي چې د بزګرانو او مالدارانو د کرنې او مالدارۍ محصولات له تاوان څخه خوندي وساتل شي.
#کندز #ملخان #کرنه #مبارزه_له_ملخانو #بزګران #مالداري
