د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په زابل، سمنګان، کندوز او سرپل ولایتونو کې ۱۴۳۰ راستنو شویو کډوالو ته د سرپناه لپاره ځمکې ورکړل شوي دي. فطرت ویلي، چې تر دې مهاله ۸۲۶۵ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې لپاره ځمکې ورکړل شوي دي. نوموړي ویلي، چې راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د ځمکو د ورکړې لړۍ پیل شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې په زابل کې ۲۲۴، په سمنګان کې ۱۵۰، په کندوز کې ۹۳۴ او په سرپل ولایت کې ۱۰۵ راستنو شویو کډوالو ته د سرپناه لپاره ځمکې ورکړل شوې دي.
#کډوال #افغانستان #استوګنه #ځمکه #راستنې #سرپناه
