د یاد ولایت د اطلاعاتو امر مولوي سمیع الله مصباح وايي، چې دا پېښه تېره شپه د زردسنګ سیمه کې رامنځته شوې ده. د دغې پېښې له کبله د ټېلرو سربېره یوه کرولا او دوه هینو ډوله وسایط هم زیانمن شوي دي. د هغه په وینا، د اور وژنې ډله، امنیتي پولیس او طبي ټیمونه د پېښې ځای ته رسیدلي او د پېښې د لامل په اړه پلټنې روانې دي.

#بغلان #حادثه #ټکر #موټر #مرګ #افغانستان

Share.