د بامیان ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د ۱۰ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.

د بامیان د ولایت ویاند صبور فرزان سیغاني ویلي، چې دا پروژه د ولایت په مرکز، شیبر او سیغان ولسوالیو کې عملي کېږي او د یوې مرستندویې موسسې په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

د هغه په وینا، د دغو ښوونځیو د بیارغونې چارې د افغان انکشافي موسسې له لوري د پوهنې ریاست د انجنیري ټیم تر څار لاندې پر مخ وړل کېږي. د دې پروژې ټول لګښت شاوخوا ۱۰۰ زره امریکایي ډالر ښودل شوی دی.

مسوولین وايي، چې د دې ښوونځیو له بیارغونې سره به د زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړې مناسب چاپېریال برابر شي او د پوهنې په کیفیت کې به د پام وړ ښه والی راشي.

#بامیان #پوهنه #ښوونځي #تعلیم #افغانستان #بیارغونه #زده_کړه #پراختیا #مرستندویه_موسسې #تعلیمي_زیربنا #خبرونه #تعلیمي_پروژې #انکشافي_پروګرام

Share.