د افغانستان بانک د دفتر رئیس فدا محمد فیضان ویلي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال په ترڅ کې د افغانۍ ارزښت د امریکایي ډالر پر وړاندې د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.
هغه څرګنده کړې، چې افغانۍ د تېر کال په اوږدو کې د ډالر پر وړاندې شاوخوا ۹.۹۳ سلنه قوي شوې، چې دا د هېواد د پولي ثبات او اقتصادي مدیریت د اغېزناکو تګلارو څرګنده نښه ګڼل کېږي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان بانک هڅې کړې چې د اسعارو بازار باثباته وساتي او د افغانۍ د ارزښت د ساتنې لپاره عملي ګامونه واخلي. هغه زیاتوي، چې دا پرمختګ د مالي سکتور د نسبي ثبات او د اقتصادي باور د لوړوالي ښکارندویي کوي.
مسوولین ټینګار کوي، چې د پولي سیاستونو دوام او د بازار کنټرول به د افغانۍ د لا ثبات لپاره مهم رول ولري.
#افغانستان_بانک #افغانۍ #ډالر #اقتصاد #مالي_ثبات #پولي_سیاست #افغانستان #اقتصادي_ودې #ارز #بازار #مالیه #خبرونه #اقتصادي_خبرونه #ثبات
