د بادغیس امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر ویلي، چې نن(چارشنبه د وري شپږویشتمه) د امنیه قومندانۍ د انجنیرۍډلې د بادغیس ولایت د مرکز قلعه‌نو ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په «جري‌عیدګاه» سیمه کې د شوروي اتحاد د جګړو له وخت يو پاتې شوى خوشه‌يي بم  کشف او شنډه کړ.

یادې سرچینې له هېوادوالو غوښتنه کړې، چې د داسې خطرناکو توکو د لیدلو په صورت کې امنیتي مرکزونو ته خبر ورکړي.

#بادغیس #ماین_پاکي #امنیت #خطرناکه_توکي #قلعه‌نو

Share.