د بلخ ولایتي مسوولینو ویلي، چې په تېر کال په دغه ولایت کې د ٨٠٠ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده. د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید ویلي، چې دغه پانګونې تر ډېره په صنعتي، ودانیزو، خدماتي او سوداګریزو برخو کې شوې، چې ورسره زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. له بل پلوه په بلخ کې د کانونو او صنایعو خونې ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د بلخ صنعتکارانو ته چې ۲۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې؛ د وېش چارې پیل شي.
#بلخ #افغانستان #پانګونه #اقتصاد #صنعت #سوداګري #دندې #کارموندنه #صنعتي_پراختیا #ودانیزه_پانګونه #خدماتي_برخه #سوداګریز_پراختیا #کانونه #صنعتکاران
