د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې وزارت له مرستیال ابدذکروف جمشید او مل پلاوي سره کتلي. کرنې وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او اړوندو برخو کې د همکاریو پر پراختیا وشوې. دواړو لورو د کرنې او وترنرۍ د زدهکړو، څېړنې، ترویج او پانګهونې پر زیاتوالي ټینګار کړی او ازبکستاني پلاوي په یو شمېر ولایتونو کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د ترویج، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې د ګډو پروژو د پلي کولو لپاره چمتووالی ښودلی دی. په دې لیدنه کې د کرنیزو لابراتوارونو جوړولو، د تخمونو وېش او د عصري کرنې د ټکنالوژیو د ترویج په برخه کې د همکاریو ژمنه هم شوې ده.
#کرنه #افغانستان #ازبکستان #عطاءالله_عمري #کرنې_وزارت #مالداري #بڼوالۍ #وترنري #زده_کړې #کرنیزې_پروژې #همکاري #پانګونه #تخنیکي_همکاري #غنم #عصري_کرنه
