عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي، د یو شمېر نړۍوالو موسسو له استازو سره کتلي دي. د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې د همغږۍ پر پیاوړتیا، د ستونزو پر وخت حل، د درملو پر وارداتو، مقرراتي محدودیتونو، د ګمرکي تصفیې ځنډ، د درملو د کیفیت کنټرول او د پروژو د انتقال په اړه خبرې وشوې. همدا راز په دې ناسته کې، د ګمرکونو پر اسانتیاوو، د کورني درملو پر تولید ټینګار شوی دی.
#عامه_روغتیا #افغانستان #درمل #روغتیا #نړیوالې_موسسې #صحت #ګمرک #پروژې #کورني_تولید #همغږي
