د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښارکې د زرګرانو او د سرو زرو د پروسس کوونکو لپاره د ۱۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د یوه ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې دي. د پرانیستې په مراسمو کې د بلخ د زرګرانو د اتحادیې رئیس عبدالبشیر حسنزاده وویل، چې د دې مرکز په جوړېدو سره به د کار فرصتونه زیات شي او د دې سکټور ډېری اوږدمهاله ستونزې به هوارې شي. بلخوا، د پروژې مسوول عزیزالله امین وایي، چې د یاد مارکېټ د جوړولو چارې به شاوخوا یو نیم کال کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
#بلخ #مزارشریف #زرګري #سوداګري #افغانستان #اقتصاد #کارموندنه #سروزر #پروژې #پرمختګ
