د بلخ ولایت د برېښنا ریاست مسوولینو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې د دوو پروژو چارې بشپړې شوې او د یوې بلې پروژې عملي کار پيل شوی دی. د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئیس سيف‌الله احمدزي وویل، د یادو پروژو په پلي کېدو سره به د مزارشریف ښار او شاوخوا سیمو ډېره برخه د برېښنا له دوامداره خدمتونو برخمنه شي. نوموړي زیاته کړه چې د برېښنا شرکت هڅه کوي د خدمتونو کیفیت لوړ کړي او خلکو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

#بلخ #مزارشریف #برېښنا #افغانستان #پرمختګ #زیربنا #خدمتونه #انرژي #پروژې #اقتصاد

Share.