د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د چهاردرې او د دشت ارچي ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې یې د امارتي (دولتي) ځمکو د غصب یو شمېر هڅې شنډې کړې دي.

د یاد ریاست په وینا، ځینو کسانو غوښتل چې دولتي ځمکې په ناقانونه ډول لاندې کړي او پرې د استوګنې کورونه جوړ کړي، خو د اړوندو ادارو د چټکو اقداماتو له امله دغه هڅې پر وخت درول شوې دي.

چارواکي زیاتوي چې د دولتي شتمنیو ساتنه د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې عامه ځمکې په شخصي ګټه وکاروي. دوی ټینګار کوي چې د قانون څخه سرغړونکي کسان به وپېژندل شي او له قانوني چلند سره به مخ شي.

د کرنې ریاست همدارنګه له خلکو غوښتي چې د دولتي ځمکو په ساتنه کې له حکومت سره همکاري وکړي او د هر ډول ناقانونه فعالیتونو په اړه اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.

د مسؤلینو په خبره، د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره به ورته څارنې او جدي اقدامات په دوامداره توګه ترسره کېږي.

#کندز #ځمکې #غصب #کرنه #قانون #افغانستان

Share.