د د امرب الم عروف او نهې عن المنکر رياست مسوولينو په کندز ولايت کې د تازه عملياتو پر مهال ۷۵ کيلوګرامه قاچاقي ويښتان نيولي دي.

د ياد رياست د ښاري محتسبينو آمر، ذبیح الله مصباح، کندز اونيزې سره په مرکه کې ويلي چې دغه ويښتان د کندز ښار له بېلابېلو سيمو څخه راټول شوي وو او په ناقانونه ډول بازار ته وړاندې کېدل.

مسوولينو ويلي، دا اقدام د قانون د ۱۸مې مادې د (۵،۶،۷) فقرو له مخې ترسره شوی او نيول شوي ويښتان په ازاده فضا کې له منځه وړل شوي، څو بېرته بازار ته ونه رسېږي.

دوی له هټيوالو او پيرودونکو غوښتي چې له داسې توکو د پېر او پلور څخه ډډه وکړي، او خبرداری يې ورکړی چې سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي.

د رياست په وينا، د اسلامي ارزښتونو د خونديتوب او د غير اخلاقي کړنو د مخنيوي لپاره به ورته عمليات دوام ولري.

#کندز #قاچاق #امربالمعروف #قانون #عمليات #افغانستان

Share.