ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په پرتله په ۱۴۰۴ کال کې د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او د خواف–هرات بندرونو له لارې د سوداګریزو توکو په انتقالاتو کې ۳۹.۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، په ۱۴۰۳ کال کې د دغو بندرونو له لارې ۴.۳ میلیونه مټریک ټنه انتقالات شوي وو؛ خو په ۱۴۰۴ کال کې دغه اندازه څهباندې ۶.۱ میلیون ټنو ته لوړه شوې ده. نوموړی زیاتوي، چې د دغو انتقالاتو په وارداتي توکو کې تېل، مایع ګاز، غنم، اوړه، غوړي، سمنټ، یو شمېر نور خوراکي او ساختماني مواد او په صادراتو کې زیاتره وچه مېوه، وریجي، کچالو، معدني ډبرې، د هندواڼو تخم، نخود، مس او د انارو جوس شامل دي.
#افغانستان #رېل_پټلۍ #سوداګري #اقتصاد #انتقالات #صادرات #واردات #حیرتان #تورغونډي #اقینه #خواف_هرات
