د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، ملا نورالله نوري، کندوز ولایت ته د خپل سفر پر مهال یوې ولسي غونډې ته په وینا کې د سرحدونو پر ارزښت او د هغوی د ساتنې پر ملي مسؤلیت ټینګار وکړ. نوموړي وویل، سرحدونه یوازې جغرافیایي کرښې نه دي، بلکې د اسلامي نظام حدود او د هېواد د حاکمیت څرګندونه کوي، چې ساتنه یې د هر افغان ګډ مسؤلیت دی.
هغه زیاته کړه، د هېواد هره لوېشت ځمکه د افغانانو لپاره له خپل سر څخه هم زیاته ارزښت لري او خلک باید د خپلې خاورې د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو وي. د هغه په وینا، افغانان به هېڅکله د خپلې خاورې او ملي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې شاته نه شي او د اړتیا په صورت کې به د سر او مال په بیه یې دفاع وکړي.
ملا نوري همدارنګه د سرحدي سیمو پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې او ویې ویل، اړینه ده چې په دغو سیمو کې امنیت لا پیاوړی شي، څو د هر ډول ګواښ مخه ونیول شي. هغه د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې له امنیتي ارګانونو سره همکاري وکړي او د هېواد د ثبات لپاره خپل رول ادا کړي.
نوموړي د خلکو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر اهمیت هم ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، یوازې د ملي یووالي له لارې کولای شو د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وکړو او راتلونکو نسلونو ته یو باثباته افغانستان پرېږدو.
#افغانستان #سرحدونه #ملي_مسؤلیت #امنیت #یووالی #دفاع_له_خاورې
