د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې په بلخ ولایت کې یې ۵۵ روغتیایي کارکوونکي روزلي چې ۴۳یې ښځې دي، څو د غیر ساري ناروغیو د ژر تشخیص او رېفر کولو بهیر پیاوړی شي. دغه سازمان ویلي، چې تمرکز یې د لوړ فشار، شکر، مزمنو تنفسي ناروغیو او عامو سرطانونو پر پېژندنه او مدیریت و. د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی چې د دې روزنیز پروګرام موخه دا ده چې د روغتیايي خدمتونو لاسرسی د ټولنو تر کچې نږدې کړي او د ژوند ژغورونکي پاملرنې بهیر چټک کړي.

#بلخ #روغتیا #WHO #روغتیایي_کارکوونکي #ناروغۍ #شکر #د_وینې_لوړ_فشار #سرطان #عامه_روغتیا

Share.