د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس ملا عبدالحق همکار، د تاجکستان په پلازمينې دوشنبې ښار کې د ياد هېواد د انرژۍ له وزير دلير جمعه سره، برېښنا سکټور کې د همکاريو پر پياوړتيا او د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پرمختګونو او ننګونو په اړه خبرې کړې دي. په دې کتنه کې همکار د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چارو پر چټکتيا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو پر حل او د تخنيکي همغږۍ پر پياوړتيا ټينګار کړی دی. همدا راز د تاجکستان د انرژۍ وزير د يادې پروژې د چارو په همغږۍ او چټکتيا لپاره د دوامداره هڅو او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

#کاسا1000 #افغانستان #تاجکستان #برېښنا #انرژي #همکاري #پروژه #اقتصاد

Share.