رییس الوزراء، ملا محمدحسن اخوند، ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه کړې چې خلکو ته د کورونو جوړولو اجازه ورکړي. د دې حکم له مخې، هغه کسان چې شرعي قباله، د مالیې ټکټ، عرفي سند یا د جومات د امام تایید ولري، کولی شي د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې کورونه جوړ کړي. په حکم کې امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه شوې چې په دې برخه کې د خلکو پر وړاندې هېڅ ډول خنډونه رامنځته نه کړي او د همکارۍ فضا برابره کړي. همداراز ښاروالۍ او د اراضۍ ادارې ته دنده سپارل شوې چې د یوې میاشتې په موده کې د ممنوعه سیمو نقشې روښانه او مشخصې کړي. چارواکي وایي، د دې پرېکړې موخه په ځانګړي ډول د راستنېدونکو کډوالو او نورو اړمنو کورنیو لپاره د سرپنا ستونزې حل کول دي.
#افغانستان #کورونه #سرپناه #کډوال #ښارونه #اراضي #پرمختګ #حکومتي_پریکړه
