د کندز ولایت امنیه قوماندان پاسوال مولوي مطیع الله سیف الله وړمه شپه ناوخته مهال د کندز ښار اړوند څلورمې، او پنځمې امنیتي حوزو څخه په ناڅاپي ډول لیدنه او ارزونه ترسره کړه،

ښاغلي سیف الله د یادو امنیتي حوزو اداري چارې، د اپراسیون اړوند پهرې، ګزمې، چیک پاینټ نوکریوالۍ کتابونو سربېره یومیه حاضريو څخه هم لیدنه ترسره کړه او د کارونو پر چټکوالي

د ولسونو ستونزو ته د رسېدو او په خپل مینځ کې متقابل احترام او اطاعت په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې

نوموړي ولسونو ته ښه خدمت مهم وباله او د یادو حوزو له آمرینو یې وغوښتل چې خپلې دروازې د ولسونو پر مخ په (۲۴) ساعته ډول خلاصې وساتي.

ښاغلي سیف الله د یادو حوزو له آمرینو وغوښتل ترڅو خپل چېکپاینټونه سیارې ګزمې د تل په شان جارې وساتي ترڅو ولسونه په آرامه او ډاډ منه فضا کې ژوند وکړي.

ورته مهال بیا د یادو امنیتي حوزو آمرینو د کندز ولایت امنیه قوماندان الحاج پاسوال مولوي مطیع الله سیف الله په ورتګ خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې په لوړه اسلامي روحیه به د ولس خدمت کوي

#کندز #امنیت #پولیس #ارزونه #خدمت #ولس #امن_فضا

Share.