د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان صادرات او واردات د رېل پټلۍ له څلورو لارو څخه ۳۹ سلنه زیات شوي دي. د یاد وزارت په وینا، په ۱۴۰۴ کال کې د رېل پټلۍ له لارې تر ۶ مېلیونه او ۱۰۰ زره مټریک ټنو زیات توکي صادر او وارد شوي دي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۱۴۰۳ کال کې ۴ مېلیونه او ۳۰۰ زره مټریک ټنه وو. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، دغه سوداګریز توکي د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف–هرات بندرونو له لارې لېږدول شوي دي.
#افغانستان #سوداګري #صادرات #واردات #رېل_پټلۍ #اقتصاد #ترانزیت #پرمختګ
