بغلان ولایت د پلخمري ښار د نساجۍ فابریکې مسوولین وایي، چې دغه فابریکه د تولید په برخه کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او په دوامداره ډول د نخي ټوکر د تولید بهیر روان ساتي. د فابریکې د چارواکو په وینا، هره ورځ شاوخوا دوه زره متره نخي ټوکر تولید، پروسس او رنګ کېږي.

د یادې فابریکې رییس حافظ محمد عیسی بلال وایي، چې د ټوکر د تولید ټول پړاوونه د فابریکې دننه بشپړېږي، له اوبدلو نیولې تر سپین‌کارۍ، پروسس او رنګولو پورې. نوموړی زیاتوي چې دا چاره نه یوازې د تولید کیفیت لوړ کړی، بلکې د بازار اړتیاوو ته د چټک ځواب ویلو زمینه هم برابره کړې ده.

هغه زیاتوي چې د فابریکې د عصري کولو او د تولیدي ظرفیت د لوړولو هڅې روانې دي، څو د هېواد په صنعتي پرمختګ کې لا زیات رول ولوبوي. د مسوولینو په خبره، د نساجۍ د تولیداتو ښه کیفیت د دې لامل شوی چې د بازارونو غوښتنه هم ورسره زیاته شي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، د داسې تولیدي فابریکو فعالیت د کورني صنعت د پیاوړتیا، د کار فرصتونو د زیاتوالي او د وارداتو د کموالي لپاره مهم ګام دی.

#بغلان #پلخمري #نساجي #تولید #صنعت #اقتصاد #فابریکه #پرمختګ

Share.